د هلمند د والي حيات الله حيات په لارښوونه په لومړي ځل د دولتي ادارو له لوري ولس ته د حساب ورکولو لړۍ پيل شوه.
تېره ورځ د هلمند د ځينو ادارو مسوولينو ولس ته د يوې غونډې په ترڅ کې حساب ورکړ.
د هلمند والي حيات الله حيات په دې غونډه کې وويل، ولس ته حساب ورکول د ادارو مکلفيت دی، ځکه دولتي ادارې د ولسونو خادمانې دي او بايد حساب ورکړي.
هغه له مدني ټولنو، شوراګانو او ټولو ولسونو څخه غوښتنه وکړه، چې په ازاده توګه ولس ته د حساب ورکولو لړۍ کې ګډون وکړي او له دولتي ادارو خپل حق وغواړي.
د غونډې ګډونوالو ولس ته حساب وركوونكو مسوولينو سره خپل وړانديزونه او پوښتنې شريكې كړې او د هغوى له لوري ځواب شوې.


