ads

مرتضوي: د جمهور رييس غني د سفر اصلي هدف د كرنې وده او د كانونو پراختيا ده

جمهور رييس محمد اشرف غني تېر ماښام د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسټراليا، انډونيزيا او سينګاپور ته په رسمي سفر لاړ.

نویسنده: sarwan
13 وری 1396
مرتضوي: د جمهور رييس غني د سفر اصلي هدف د كرنې وده او د كانونو پراختيا ده

جمهور رييس محمد اشرف غني تېر ماښام د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسټراليا، انډونيزيا او سينګاپور ته په رسمي سفر لاړ.
د جمهور رييس د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي نن په كابل كې په يوه خبري غونډه كې وويل، چې جمهور رييس غني به د دې سفر په مهال د اسټراليا، انډونيزيا او سينګاپور له مشرانو او ځينو لوړ پوړو چارواكو سره د افغانستان او يادو هېوادونو د اړيكو پراختيا په اړه خبرې وكړي.
د مرتضوي په وينا، اسټراليا، انډونيزيا او سينګاپور ته د هېواد د جمهور رييس د سفر اصلي محور د كانونو پراختيا، د كرنې وده، لوړې زده كړې او د دولتي ادارو په ځانګړې توګه د ملكي خدمتونو د ظرفيتونو لوړول جوړوي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني سره په دې سفر کې د اقتصاد وزير عبدالستار مراد، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرسته نرګس نهان، د انرژۍ او اوبو وزارت معين امان الله غالب، په عامه اړيکو او ستراتيژيکو چارو کې د جمهور رييس ستر سلاکار شاه زمان ميوندي او د جمهور رييس بل ستر سلاکار عبدالحميد هلمندي ملتيا کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA