محمد اكرم خپلواك د سولې عالي شورا د دارالانشاء نوی رييس وټاكل شو
جمهوري رياست د سولې عالي شورا د دارالانشاء د نوي رييس د ټاكل كېدو خبر وركړ.
د جمهور رييس د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي نن په كابل كې په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د جمهور رييس محمد اشرف غني په امر د جمهوري رياست سياسي سلاكار محمد اكرم خپلواك پر اوسنۍ دندې سربېره د سولې عالي شورا د دارالانشاء د نوي رييس په توګه وټاكل شو.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed