ads

محمد اكرم خپلواك د سولې عالي شورا د دارالانشاء نوی رييس وټاكل شو

جمهوري رياست د سولې عالي شورا د دارالانشاء د نوي رييس د ټاكل كېدو خبر وركړ.
د جمهور رييس د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي نن په كابل كې په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د جمهور رييس محمد اشرف غني په امر د جمهوري رياست سياسي سلاكار محمد اكرم خپلواك پر اوسنۍ دندې سربېره د سولې عالي شورا د دارالانشاء د نوي رييس په توګه وټاكل شو.

نویسنده: sarwan
13 وری 1396

بل خوا مرتضوي د يادې شورا د بوديجې د بندېدو او د هغې د لغوه كېدو په اړه رپوټونه رد كړل او ټينګار يې وكړ، چې د سولې عالي شورا لپاره مالي سرچينې موجودې دي.
د نوموړي په خبره، د دغې شورا له لارې باعزته سولې ته لاسرسى د ملي يووالي حكومت د كار په لومړيتوبونو كې دى.
د يادونې وړ ده، چې پرون ځينو رسنيو د خپلو سرچينو له قوله خبر وركړ، چې د سولې عالي شورا خپله مالي بوديجه ختمه كړې او د كار كوونكو د روانې اپرېل مياشتې معاشونه نه لري.
د رپوټونو پر بنسټ، مياشت وړاندې هم د يادې شورا د سمبالښت پيسې نه وې، خو د ملګرو ملتونو په غوښتنه بريتانيا د مارچ مياشتې لګښتونه او معاشونه ورکړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA