ads

كولمبيا كې د ځمكې ښوېيدنې پېښې تلفات زيات شوي

د کولمبيا جمهور رييس يوان مانويل سانتوس وايي، د ځمکې ښويېدنې له کبله يې د هېواد په جنوب لوېديځ کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰۶ ته ورسېد.

نویسنده: sarwan
13 وری 1396
كولمبيا كې د ځمكې ښوېيدنې پېښې تلفات زيات شوي

د کولمبيا جمهور رييس يوان مانويل سانتوس وايي، د ځمکې ښويېدنې له کبله يې د هېواد په جنوب لوېديځ کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰۶ ته ورسېد.
په دې پېښه کې سلګونه کسان ټپيان شوي هم دي او د تلفاتو زياتېدو وېره څرګنده شوې ده.
رپوټونو کې ويل شوي، چې جنوب لوېديځ ايالت پوتومايو کې ټوله شپه باران وورېد او پايله کې يې سيندونه له غاړو واوښتل.
سېلابي اوبه له خټو- خځلو سره پر کليو – کورونو ورغلي او درانه زيانونه يې اړولي دي.
له ۲۰۰ زيات كسان لا هم بې درکه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA