وسله والو طالبانو د غزني- پکتيکا د لويې لارې په اوږدو کې يو شمېر مسافر له موتړه ښکته کړي او نامعلوم لوري ته يې بيولي دي.
د غزني ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د غزني ـ پکتیکا د لويې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.
سرچينه وايي، وسله والو طالبانو یو موټر له مسافرو سره یوځای له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولی، چې موټر یې د اندړو ولسوالۍ په علي جان سیمه کې موندل شوی، خو د سپرلیو په اړه يې معلومات نشته.
دوی وایي، په یاد موټر کې ممکن دولتي کسانو هم شتون درلود، خو د برخليک په هکله يې تر اوسه دقيق معلومات نشته.
اخوا داسې ويل کېږي، چې د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریاست مرستیال هم په ياد موټر کې سفر کاوه خو چارواکو يې په اړه بې خبري ښودلې.


