روغتیایي چارواکي وایي، په غزني ولایت کې پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر د تېر په پرتله زیات شوی، خو ټینګار کوي، چې د دغې ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.
روغتیایي چارواکو دغه څرګندونې نن په غزني کې د نري رنځ د مخنیوي د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
د غزني ولایت د عامې روغتیا د ریاست مشر ډاکټر ظاهر شاه نېکمل وایي، چې په دې ولایت کې پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر د تېر په پرتله زیات شوی دی، چې په خبره یې تېر یوه کال کې روغتیایي کارکوونکو شاوخوا ۱۵۶۴ تنه پر نري رنځ اخته کسان، تشخیص او په اړونده روغتیایي مرکزونو کې یې درملنه کړې.
نوموړی وایي، په دې ولایت کې پر نري رنځ د اخته کسانو شاوخوا ۶۰ تر ۶۵ سلنه ښځې دي.(( له بده مرغه تېر کال زموږ په روغتیایي مرکزونو کې پر نري رنځ اخته ۱۵۶۴ تنه تشخیص شوي او وروسته یې په وړیا توګه درملنه هم شوې، خو د دغو ناروغانو تر ۶۵ سلنه ښځې وې، علت یې هم د بېلابېلو محیطي ستونزو، ناسمې تغذیې، د زېږونونو پر مهال د میندو د بدن د معافیت کمزوري کېدل په ګوته کولای شو)).
ښاغلی نېکمل وایي، تر ډېره یې د غزني ولایت د مرکز تر څنګ په ولسوالیو کې ځینو روغتیایي مرکزونو کې د نري رنځ د تشخیص په موخه د لابراتوار څانګې فعاله کړې دي او پر دغه وایروس د اخته کسانو د درملنې په موخه هم دې ولایت کې دوه ځانګړي روغتونونه فعالیت کوي، چې په وینا یې پر نري رنځ د اخته کسانو ټوله درملنه او درمل په پوره توګه وړیا دي.
هغه وایي، تېر کال په غزني کې د نري رنځ له کبله د مړینې هېڅ پېښه نه لري.
د غزني ولایت د عامې روغتیا مشر له دیني عالمانو او رسنیو غوښتنه وکړه، څو عامو خلکو ته د نري رنځ د خطرونو او پر وخت درملنې په اړه د پوهاوي په ورکولو کې ورسره مرسته وکړي.


