د ملي اردو چارواکي وایي، سرخرود ولسوالۍ کې یې د شاهین ۳ په نوم د پیل شويو عملیاتو پرمهال ۵۳ جریبه ځمکه باندې د کوکنارو کرل شوی فصل له منځه وړی.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې تېره ورځ یې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د کوکنارو د کرل شویو فصلونو د له منځه وړلو په موخه د شاهین ۳ په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړل، چې پرمهال يې په بېلا بېلو سیمو کې ۵۳ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې ورسره ملي، سیمه ییز او د ملي امنیت ځواکونه هم ملتیا کوي.
فقیري زیاتوي، یاد عملیات به یې ترهغې دوام وکړي، ترڅو یې چې په ټولو سیمو کې کرل شوي کوکنار له منځه نه وي وړي.
ننګرهار کې د ملي اردو له لوري د کوکنارو د اړولو کمپاین په داسې حال کې پیل شوی، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال یواځې د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې ۱۴ زره جریبه ځمکه باندې کوکنار کرل شوي، چې له ډلې به یې ۱۵ سوه هکتاره ځمکه واړول شي.


