ads

د ننګرهار په مومندره کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په مومندرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
13 وری 1396
د ننګرهار په مومندره کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په مومندرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ په لاندې باسول سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې پرمهال یې ۴ وسله وال وژل شوي او درې نور يې ټپیان دي.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
بل لورته د قومندانۍ ویاند زیاتوي، چې پولیسو یې جلال اباد ښار او سرخرود ولسوالۍ کې د بېلا بېلو جرمونو په تور درې تنه له وسلو سره یو ځای نیولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA