داعش وسله والو د ننګرهار د هسكې مېنې ولسوالۍ اته کروندګر د کوکنارو د كر په تور نيولي دي.
د هسکې مېنې ولسوال سازولي شينواري کليد ته وويل، چې داعشيانو ياد کروندګر له سنځلې او رودخانې سيمو څخه وړي دي.
د هغه په خبره، د کوکنارو کرلو په تور کروندګر له هغو سيمو بېول شوي، چې د داعش وسله والو تر کنټرول لاندې دي.
په همدې حال کې د سيمې خلک بيا وايي، داعشيانو د هسکې مېنې ولسوالۍ له مربوطاتو پنځلس تنه هغه بزګران له ځانونو سره وړي، چې په خپلو ځمکو کې يې کوکنار کرلي وو.
بل لور ته د ننګرهار ولايتي چارواکو ويلي، چې امنيتي ځواکونو د نيول شويو بزګرانو د خلاصون لپاره هڅې پيل کړې دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


