ads

جمهور رييس غني درېيو هېوادونو ته په سفر لاړ

جمهور رييس محمد اشرف غني تېر ماښام د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسټراليا، انډونيزيا او سينګاپور ته په رسمي سفر لاړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رييس غني به د دې سفر په مهال د اسټراليا، انډونيزيا او سينګاپور لوړ پوړو چارواكو سره په کتنو کې د افغانستان او يادو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په اړه بحث او خبرې وکړي.

نویسنده: sarwan
13 وری 1396

د سرچينې په وينا، د هېواد جمهور رييس سره په دې سفر کې د اقتصاد وزير عبدالستار مراد، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرسته نرګس نهان، د انرژۍ او اوبو وزارت معين امان الله غالب، په عامه اړيکو او ستراتيژيکو چارو کې د جمهور رييس ستر سلاکار شاه زمان ميوندي او د جمهور رييس ستر سلاکار عبدالحميد هلمندي ملتيا کوي.
بل خوا په اسټراليا کې د افغانستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د جمهور رييس غني د دې سفر هدف له اسټراليا سره د دوه اړخيزو همکاريو پراختيا ده.
د سرچينې په خبره، په دې سفر كې به د دواړو هېوادونو له لوري د کانونو اړوند دوه سندونه هم لاسليک شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA