ads

وريماچ: ټاكنو كې له ټكنالوژۍ د ګټې اخيستنې په اړه سبا تخنيكي ټيم كار پيلوي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، چې يو تخنيكي ټيم به سبا په راتلونكو پارلماني ټاكنو كې له ټكنالوژۍ د ګټې اخيستنې په اړه خپله څېړنه پيل كړي.

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
وريماچ: ټاكنو كې له ټكنالوژۍ د ګټې اخيستنې په اړه سبا تخنيكي ټيم كار پيلوي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، چې يو تخنيكي ټيم به سبا په راتلونكو پارلماني ټاكنو كې له ټكنالوژۍ د ګټې اخيستنې په اړه خپله څېړنه پيل كړي.
د دې كمېسيون د دارالانشاء رييس امام محمد وريماچ نن كليد ته وويل، چې په دغه تخنيكي ټيم كې نړيوال، سيمه ييز او داخلي كارپوهان ګډون لري او په راتلونكو درېيو اونيو كې به خپله څېړنه پاى ته ورسوي.
وريماچ زياته كړه، وروسته به د ټاكنو خپلواك كمېسيون تصميم نيسي، چې په ټاكنو كې له كومې ټكنالوژۍ او يا سيسټم څخه كار واخلي.
د نوموړي په خبره، د ټاكنو خپلواك كمېسيون غواړي، چې راتلونكو پارلماني ټاكنو كې نوې ټكنالوژۍ څخه استفاده وكړي، ترڅو رڼې او ښې ټاكنې ترسره شي.
وريماچ وايي، نړيواله ټولنه، د ملي يووالي حكومت او د ټاكنو خپلواك كمېسيون پر دې سلا شوي، چې بايد په ټاكنو كې له ټكنالوژۍ استفاده وشي.
هغه زياتوي، ټول په دې هڅه كې دي، چې پارلماني ټاكنې سږ كال ترسره شي.
دا په داسې حال كې ده، چې ولسي جرګې له تېرو دوو كلونو راهيسې د اساسي قانون خلاف او د جمهور رئيس د يوه فرمان له مخې خپل كار ته دوام وركړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA