ads

م.م د فلسطين په اشغال شوو سيمو کې د اسراييلو په موجوديت اندېښنه څرګنده کړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګويتريس د فلسطين په اشغال شوو سيمو کې د اسراييلو د مېشت ځايونو پر جوړولو اندېښنه ښودلې او دا چاره يې په سيمه کې د سولې په وړاندې د خنډ په توګه ياده کړې ده.

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
م.م د فلسطين په اشغال شوو سيمو کې د اسراييلو په موجوديت اندېښنه څرګنده کړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګويتريس د فلسطين په اشغال شوو سيمو کې د اسراييلو د مېشت ځايونو پر جوړولو اندېښنه ښودلې او دا چاره يې په سيمه کې د سولې په وړاندې د خنډ په توګه ياده کړې ده.
بلخوا د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن هم په اشغال شوو سيمو کې د ودانيو له جوړولو سره مخالفت څرګند کړى دى.
په همدې حال کې امريکا هم له اسراييلو غوښتي، چې په لوېديځه غاړه فلسطيني سيمو کې دې د استوګنې چارې ودرول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې په اشغال شوو سيمو کې به يهودانو ته د مېشت ځايونو جوړولو ته دوام ورکړي.
د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس دا پر فلسطينيانو د اسراييلو نوى تېرى بللى او له نړيوالو يې غوښتي، چې مخنيوى يې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA