ads

لغمان کې ۶ وسله وال طالبان نيول شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، لغمان ولایت کې يې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال ۶ وسله وال طالبان له ګڼ شمېر وسلو سره یو ځای نیولي دي. په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې تېره شپه یې د لغمان ولایت […]

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
لغمان کې ۶ وسله وال طالبان نيول شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، لغمان ولایت کې يې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال ۶ وسله وال طالبان له ګڼ شمېر وسلو سره یو ځای نیولي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې تېره شپه یې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په امبیړ سیمه کې د کومانډو ځواکونو له لوري عملیات ترسره شوي، چې پرمهال يې د وسله والو طالبانو ۶ کسیزه ډله نیول شوې او له دوی سره ګڼ شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA