ads

غزني کې ۱۱ بهرني وسله وال وژل شوي

امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په اړوندو کې تېره ورځ د یو لړ هوایي عملیاتو په پایله کې ۱۱ تنه بهرني وسله وال وژل شوي او د هغوی اړوند ګڼ شمېر نقلیه وسایط او پوځي مهمات له منځه تللي.

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
غزني کې ۱۱ بهرني وسله وال وژل شوي

امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په اړوندو کې تېره ورځ د یو لړ هوایي عملیاتو په پایله کې ۱۱ تنه بهرني وسله وال وژل شوي او د هغوی اړوند ګڼ شمېر نقلیه وسایط او پوځي مهمات له منځه تللي.
د غزني ولایت له امنیې قومندانۍ څخه نن کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې هوایي ځواکونو تېره ورځ مازدیګر د دې ولایت د ناوې ولسوالۍ په بابر سیمه کې د بهرنیو وسله والو یوه ډله په نښه کړې، چې په پایله کې یې ۱۱ تنه وسله وال وژل شوي او د هغوی اړوند ټولې وسلې له چاودېدونکو توکو څخه ډک یو پیکپ ډوله موټر او درې عرادې موټرسایکل هم له منځه تللي دي.
خبرپاڼه لیکي، چې په دغو عملیاتو کې ټول وژل شوي وسله وال بهرنیان دي او په کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
خو په خبرپاڼه کي نده په ډاګه شوې، چې دغه هوایي عملیات د افغان ځواکونو که د ناټو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې ناوه د غزني ولایت جنوب ختیځ ته په شاوخوا ۲۰۰ کیلومټرۍ کې پرته هغه ولسوالۍ ده، چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د دولت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA