ads

روانه اونۍ له پاكستانه خپل هېواد ته د افغان كډوالو د ستنېدو لړۍ بيا پيلېږي

ټاکل شوې له څه باندې څلور مياشتني ځنډ وروسته د راتلونكې دوشنبې په ورځ له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان كډوالو د ستنېدو لړۍ بيا پيل شي.

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
روانه اونۍ له پاكستانه خپل هېواد ته د افغان كډوالو د ستنېدو لړۍ بيا پيلېږي

ټاکل شوې له څه باندې څلور مياشتني ځنډ وروسته د راتلونكې دوشنبې په ورځ له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان كډوالو د ستنېدو لړۍ بيا پيل شي.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي کمېشنرۍ ويانده دنيا اسلم خان وايي، د دغه بهير د پيل په لومړيو دوه مياشتو کې به د خيبر پښتونخوا ايالت هغه افغان كډوال، چې له وړاندې يې خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره نومونه ليکلي، ستانه شي.
د كډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، سږ کال راجستر شوو افغانانو ته، چې له پاکستانه په خپله خوښه افغانستان ته راستنېږي، د ملګرو ملتونو د كډوالو عالي کمېشنرۍ مرستې تر پنځوس فيصده راکمې شوې دي.
د دې وزارت د مطبوعاتي سلاكار حفيظ احمد مياخېل په وينا، سږ کال به د راجستر شوو راستنېدونکو افغان كډوالو هر يوه ته د څلور سوه امريکايي ډالرو پر ځاى دوه سوه ډالره ورکړل شي.
تېر ميلادي كال له پاکستانه شاوخوا اووه سوه زره راجستر شوي او ناراجستره افغان كډوال خپل هېواد ته راستانه شوي او افغان حكومت وايي، چې سږ كال به هم له پاكستان څخه افغانستان ته سلګونه زره افغان كډوال راستانه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA