د ننګرهار په بټي کوټ کې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وایي، بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د شاهین ۲ په نوم د پیل کړو عملیاتو پرمهال ۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربېره لسګونه جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړولي دي.