ads

د ننګرهار په بټي کوټ کې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وایي، بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د شاهین ۲ په نوم د پیل کړو عملیاتو پرمهال ۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربېره لسګونه جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړولي دي.

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
د ننګرهار په بټي کوټ کې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
100402-N-6031Q-007 KABUL, Afghanistan - Afghan commandos from the Sixth Commando Kandak wait for two Mi-17 helicopters to land as they practice infiltration techniques using the Afghan National Army Air Corps Mi-17Õs on April 1, 2010 at Camp Morehead in the outer regions of Kabul. The training was in preparation for future air assault missions needed in order to disrupt insurgent activity and bring stability to the population and the region. (US Navy photo by Mass Communication Specialist 2nd Class David Quillen/ RELEASED).

د ملي اردو چارواکي وایي، بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د شاهین ۲ په نوم د پیل کړو عملیاتو پرمهال ۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربېره لسګونه جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړولي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې د شاهین ۲ په نوم پیل کړو عملیاتو کې ۲ وسله وال وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې يې پر ۱۸۰ جریبه ځمکه د کوکنارو کرل شوی فصل هم له منځه وړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA