ads

د افغانستان د کرېکټ الف او پاكستان الف لوبډلې ترمنځ لوبه پيل شوه

د افغانستان د كركټ الف لوبډله د ايمرجينګ کپ په نوم د اسيا د کرکټ د اتو لوبډلو ترمنځ سياليو په نيمه پايلوبه كې نن د پاكستان لوبډلې سره مخ شوې ده.

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
د افغانستان د کرېکټ الف او پاكستان الف لوبډلې ترمنځ لوبه پيل شوه

د افغانستان د كركټ الف لوبډله د ايمرجينګ کپ په نوم د اسيا د کرکټ د اتو لوبډلو ترمنځ سياليو په نيمه پايلوبه كې نن د پاكستان لوبډلې سره مخ شوې ده.
دا يو ورځنۍ لوبه په بنګله دېش كې د كابل په وخت نن سهار اووه نيمې بجې پيل شوه، چې د لوبې بچه افغان لوبډل مشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
تر اوسه پورې د پاکستان لوبډلې په ۱۵ اعشاريه دوه اورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ۶۰ منډې جوړې کړې دي.
تر دې مخكې افغانستان له هند، سرېلانکا او ماليزيا سره درې يو ورځنۍ لوبې وكړې، چې په كې يې هند او ماليزيا ته ماتې وركړې، خو د سريلانكا په وړاندې يې ماتې وخوړه.
د ايمرجينګ كپ سياليو بله نيمه پايلوبه كې نن د بنګله دېش او سريلانكا لوبډلې د لوبې ډګر ته وتلې دي.
د اسيا د کرکټ شورا وايي، د دغو سياليو هدف د کرکټ وده او د نويو استعدادونو موندل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA