ads

حشمت الله ارشد: حكمتيار به تر راتلونكو دوو اونيو هېواد كې راڅرګند شي

حزب اسلامي د سولې هوكړه ليك د تطبيق په برخه كې د ملي يووالي حكومت د كار نه چټكتيا كابل ته د ګلبدين حكمتيار د راتګ د ځنډېدو سبب اعلان كړ.

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
حشمت الله ارشد: حكمتيار به تر راتلونكو دوو اونيو هېواد كې راڅرګند شي

حزب اسلامي د سولې هوكړه ليك د تطبيق په برخه كې د ملي يووالي حكومت د كار نه چټكتيا كابل ته د ګلبدين حكمتيار د راتګ د ځنډېدو سبب اعلان كړ.
د دې ګوند يو وياند حشمت الله ارشد نن كليد ته وويل، جمهور رييس محمد اشرف غني د حزب اسلامي له ځينو غړو سره په ليدنه كې دولتي ادارو ته امر وكړ، چې د دغه ګوند او ملي يووالي حكومت ترمنځ د هوكړه ليك د تطبيق لړۍ چټكه كړي.
د هغه په وينا، ټاكل شوې روانه اونۍ د حزب اسلامي ۷۰ زندانيان له حكومتي زندانونو خوشې شي.
ارشد زياته كړه، چې د دغو زندانيانو له خوشې كېدو وروسته په قوي احتمال ښايي ګلبدين حكمتيار تر راتلونكو دوو اونيو په هېواد كې راښكاره شي.
د نوموړي په خبره، په كابل كې د حكمتيار د استوګنې ځاى مشخص شوى او اوس مهال د هغه او د استوګنې د ځاى د امنيت ټينګښت لپاره يې كار په چټكۍ سره دوام لري.
د يادونې وړ ده، چې د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړه ليك د تېر لمريز كال په تلې مياشت كې د جمهور رييس محمد اشرف غني او ګلبدين حكمتيار له لوري لاسليك شو، خو تراوسه د حكمتيار د برخليك په اړه معلومات نشته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA