ads

روسي پلاوي شمالي او جنوبي وزيرستان ته سفر كړى

پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې پرون د روسيې يو پوځي پلاوي له پاکستاني ځواکونو سره يو ځاى له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه ليدنه کړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 وری 1396
روسي پلاوي شمالي او جنوبي وزيرستان ته سفر كړى

پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې پرون د روسيې يو پوځي پلاوي له پاکستاني ځواکونو سره يو ځاى له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه ليدنه کړې ده.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، چې روسي پلاوي په قبايلي سيمو کې د ترهګرو د له منځه وړلو د هڅو په اړه څرګندونې کړې دي.
سرچينه زياتوي، د روسي پلاوي مشري جنرال اسراکوف سرګي کړې، چې د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه او د جنوبي وزيرستان مركز واڼا څخه يې ليدنه كړې ده.
د پاکستان د پوځ وياند ويلي، چې روسي پلاوي ته يې د ډيورنډ کرښې د امنيت په اړه معلومات ورکړل.
د روسيې پوځي پلاوي په داسې حال کې له يادو قبايلي سيمو څخه ليدنه کړې، چې څو مياشتې وړاندې په اسلام اباد کې ۲۰۰ روسي سرتېرو پاکستاني ځواکونو سره ګډ پوځي تمرينونه وکړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA