د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په ګډو تهاجمي او تعرضي عملياتو كې د ۲۲ قوماندانانو په ګډون ۵۴ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، ۳۳ تنه ټپيان دي او ۹ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كاپيسا، ننګرهار، پكتيكا، غزني، كندهار، اروزګان او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
سرچينې په عملياتو كې امنيتي ځواكونو ته د اوښتي زيان يادونه نه ده كړې.
وسله والو طالبانو تراوسه د ملي دفاع وزارت د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.


