د ملي امنيت شورا د بې اسنادو وسايطو د راجستر طرزالعمل تطبيقي پلان او د متصرفينو بايوميټريک کول په پرنسيپ کې تاييد کړل او اړوندو ارګانونو ته يې لازمې لارښوونې وكړې.
د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا پرون ماسپښين په ارګ کې غونډه وکړه.
همداراز دغې شورا د کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارله، چې د وسايطو د راجستر، د متصرفينو د بايوميټريک او د ټولو بې اسنادو وسايطو د ګمرکي محصول ورکړې په خاطر خبرتيا ترتيب او د بې اسنادو وسايطو د راجسترولو د تطبيقي پلان له ميکانيزم سره سم عملي ګامونه پورته کړي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په ياده غونډه کې د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هلمند، اروزګان، کندوز، فراه، بغلان، فارياب او كونړ ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه رپوټونه وړاندې كړل.
د ملي امنيت شورا امنيتي ګواښونو ته په پام د دښمن د ترهګريزو ګواښونو د مخنيوي په خاطر د هېواد د دفاعي او امنيتي ارګانونو د رغنده او ګټورو هڅو دوه چنده کول حتمي وبلل او په دې اړه يې اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.


