ads

د كاپيسا د ولايتي شورا منشي ووژل شو

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكه اداره د كاپيسا د ولايتي شورا د منشي قاضي محمد امان مبارز د وژل كېدو خبر وركوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 وری 1396
د كاپيسا د ولايتي شورا منشي ووژل شو

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكه اداره د كاپيسا د ولايتي شورا د منشي قاضي محمد امان مبارز د وژل كېدو خبر وركوي.
د دې ادارې ويانده منيره يوسفزاده وايي، مبارز نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې هغه مهال په ماين چاودنه كې ووژل شو، چې د كاپيسا د ځينو سيمو امنيتي وضعيت ارزيابي كاوه.
د يوسفزاده په وينا، په دې چاودنه كې دوه تنه ټپيان شوي هم دي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواكې ادارې ويانده ټينګار كوي، چې دغه اداره په ولايتونو كې د خلكو د استازو د ځاني امنيت د ټينګښت لپاره پروګرام لري، خو په خبره يې وسله وال مخالفين هڅه كوي، چې په هېواد كې اغېز لرونكې څېرې په نښه كړي.
تراوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA