جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار له يو شمېر هغو افغان ځوانانو سره، چې د فولبرايټ سکالرشيپونو له لارې يې د امريکا په پوهنتونونو کې په بېلابېلو برخو کې زده كړې کړي، وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه، فېروز خان مسجدي، ناهيد ايثار، ننګيالي اتل او احمد جاوېد قايم د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.
يادو ويناوالو وويل، ۵۰۰ افغان ځوانانو، چې ۱۰۰ تنه يې نجونې دي، د فولبرايټ سکالرشيپ له لارې د امريکا په پوهنتونونو کې په بېلابېلو برخو کې زده كړې کړې دي.
هغوى زياته کړه، دغه ځوانان د خپلې هغې ژمنتيا له مخې، چې له خپلو خلکو او هېواد سره يې لري، د کار او خدمت په هدف بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دوى وړانديز وکړ، چې د دغو افغان ځوانانو له پوهې، تجربو او ظرفيتونو څخه دې د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره په بېلابېلو ادارو کې ګټوره استفاده وشي.
جمهور رئيس غني د يادو كسانو د ويناوو او معلوماتو له اورېدلو وروسته وويل، دولتي ادارې د څو کسانو انحصار نه دى، هر افغان د کار حق لري او بايد د شفافې پروسې له لارې په هغو برخو کې، چې وړتيا او تخصص لري، استخدام شي.


