ads

بغداد كې ځانمرګي بريد ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د عراق پايتخت بغداد کې د ځانمرګي بريد له كبله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عراقي چارواکو ويلي، چې ځانمرګي بريد كوونكي د بغداد په مرکزي سيمه کې له چاودېدونكو توكو ډك موټر ته د پوليسو مرکز ته څېرمه چاودنه ورکړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 وری 1396
بغداد كې ځانمرګي بريد ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د عراق پايتخت بغداد کې د ځانمرګي بريد له كبله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عراقي چارواکو ويلي، چې ځانمرګي بريد كوونكي د بغداد په مرکزي سيمه کې له چاودېدونكو توكو ډك موټر ته د پوليسو مرکز ته څېرمه چاودنه ورکړې ده.
د دوى په وينا، په دې بريد كې ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان شوي، چې ډېرى پوليس دي.
تر بريد وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د ژغورنې عمليات يې ترسره كړي دي.
د دې خونړي بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستى.
دغې ډلې په يو خپور كړي بيان كې ادعا كړې، چې په ياد بريد كې څو ټنه بارود کارول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA