د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، د غير قانوني سيمکارتونو د مخنيوي لپاره د برېښنايي تذکرو وېشنه مهمه ده.
د دې وزارت سرپرست احمد شاه سادات كليد ته وويل، چې دوى په دې اړه څو ځلې مخابراتي شرکتونه نغدي جريمه کړي، خو په خبره يې د يادې ستونزې د حل په هدف د برېښنايي تذكرو وېش مهم دى.
سادات زياته كړه، دوى هڅه کوي، چې په يو شمېر نا امنو سيمو کې هم د شپې په مهال خلکو ته مخابراتي اسانتياوې برابرې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د بېلابېلو مخابراتي شبکو سيمکارتونه په غير قانوني توګه پلورل کېږي، چې ځينې کسان د همدې سيمکارتونو له لارې جنايي او نورې پېښې رامنځته کوي.


