چارواکي وايي، دافغان سرحدي ځواکونو لخوا پاکستان هېواد ته د شپږو کميابه زمريانو دانتقال مخنيوی شوی دی.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک کليد ته وويل، افغان سرحدي ځواکونو د چهار شنبې په ورځ د هغو شپږ زمريانو د انتقال مخنيوی وکړ، چې د سپين بولدک له لارې پاکستان ته په غير قانوني ډول قاچاق کېدل.
خپلواک وايي، ياد زمريان چې سپين رنګ لري په ډېر ماهرانه توګه په يو لوى بار وړونکي موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د قضيې په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نيول شوي خو د پوليسو پلټنه دوام لري.
ويل کېږي، چې له نيول شويو زمريانو درې يې نارينه او درې نور يې ښځينه دي.
دا لومړی ځل نه دی چې کميابه وحشي ژوي په غير قانوني ډول بهرنيو هېوادونو ته انتقالېږي، بلکې پخوا هم له افغانستان څخه بېلابېل ډوله حيوانات او مرغان نورو هېوادونو ته انتقال شوي او لاهم دغه لړۍ روانه ده.


