يمن کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې بريد کې څلور تنه وژل شوي

د يمن په جنوبي ولايت ابين کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې يو ځل بيا د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوي دي.
د يمن يوې امنيتي سرچينې ويلي، چې د ابين ولايت په مضيه سيمه کې په يو موټر بې پيلوټه الوتکې دوه توغندي توغولي، چې پکې ناست څلور ترهګر وژل شوي دي.