ads

هلمند کې ۱۶ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواكي وايي، هلمند کې د درې تنو قومندانانو په ګډون ۱۶ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغان ځواکونو لخوا په هوايي عملياتو کې اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
10 وری 1396

خبرپاڼه وايي، په دغو عملياتو کې چې د ګرشک ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې تر سره شوي، په پايله کې يې د خيبر، غلام حضرت او مولوي ناظم په نومونو، ټول ۷ تنه وسله وال وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA