چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې دېرش داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت له رسنيو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د خوږياڼو ولسوالۍپه پيره خېلو سيمه کې تېره شپه په يوه هوايي بريد کې ۳۰ طالب او داعش وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په وژل شويو کسانو کې د چپرهار لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال ذاکر مشهور په عادل او درې سرګروپان هم شامل دي.
دغه راز خبرپاڼه وايي، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هم هوايي بريد شوی، چې په ترڅ کې يې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.


