د پاکستان پنجاب ايالت په ګجرات ښار کې د وسله والو سره د پوليسو په نښته کې د اتو ترهګرو د وژلو ادعا شوې ده.
پاکستاني رسنېو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چې پېښه د ګجرات په کنجا سيمه کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وينا تر استخباراتي معلوماتو وروسته پوليسو په سيمه کې عمليات پېل کړل، چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
د پوليسو يوه مشر رسنيو ته ويلي، چې په دې پېښه کې پنځه وسله وال وژل شوي او درې تنه نور په تېښته بريالي شوي دي.
د پاکستان استخباراتي ادارې چارواکو ويلي، چې ترهګرو غوښتل د پاکستان په مهمو سيمو بريدونه وکړي.
د امنيتي چارواکو په وينا له وسله والو څخه يې وسلې او مهمات هم نيولي او داسې ښکاري، چې دغو کسانو له القاعده او تحريک طالبان پاکستان سره اړيکې درلودې.


