ads

حيات الله حيات: هلمند کې به روانې جګړې او نا امنۍ ژر پای ته ورسېږي

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، چې ډېر ژر به د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې روانې جګړې او ناامنۍ پای ته ورسېږي.

نویسنده: sarwan
10 وری 1396
حيات الله حيات: هلمند کې به روانې جګړې او نا امنۍ ژر پای ته ورسېږي

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، چې ډېر ژر به د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې روانې جګړې او ناامنۍ پای ته ورسېږي.
حيات وويل، که څه هم د ژمي فصل يې د ځواکونو په تجهير او روزنې تېر کړ، خو د پسرلي د موسم لپاره يې د خالد په نوم تازه عمليات پيل کړي دي.
نوموړی وايي، په روان کال کې به د هغو سيمو د بېرته نيولو لپاره عمليات دوام ولري، چې له لاسه يې وتلې دي.
د حيات په خبره که څه هم په ژمي کې يې د وسله والو پر ضد عمليات و نه کړل، خو د هلمند د سقوط مخه يې ونيوله.
اوسمهال د هلمند شپږ ولسوالۍ د وسله والو په ولکه کې دي او په نورو کې يې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA