د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه د ښېوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ختیځ کې د افغانستان بانک د مشر په کور عملیات ترسره شوي، چې پرمهال یو شمېر شکمن کسان هم نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه ناوخته د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري په ختیځ کې د افغانستان بانک د مشر مولوي احمدزي په کور عملیات ترسره کړي، چې ددغو عملیاتو پرمهال یې د هغه د زامنو او کورنیو د یو شمېر غړو په ګډون څو تنه نیولي دي.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره د مقاومت په پایله کې څو تنو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده، خو کره شمېره یې تر اوسه نه ده معلومه.
د والي ویاند وایي، ولایتي ادارې هڅې پیل کړي، ترڅو د یادو عملیاتو موخه معلومه او وروستي جزیات به له رسنیو سره شریک کړي.
بل لورته له سیمې یو شمېر راپورنه وایي، چې په یادو عملیاتو کې د سیمې درې تنه اوسېدونکي هم وژل شوي دي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه په ختیځ کې د افغانستان بانک له مشر سره هم خبرې وکړو، خو نوموړي په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.


