د سوماليا پوځي چارواكو د الشباب وسله والې ډلې د ۳۰ کسانو د وژلو ادعا کړې ده.
دوى ويلي، د الشباب وسله والې ډلې پر مرکزونو يې ناڅاپي بريد کړى، چې په ترڅ کې يې د وسلو زېرمې هم له منځه وړې دي.
د سوماليا او کينيا حکومتونو ادعا کړې، د افريقايي اتحاديې او سوماليا ګډو ځواکونو د ياد هېواد د جنوب په جوبالينډ سيمه کې د الشباب پر مرکزونو له تېرې يوې اونۍ راهيسې عمليات پيل کړي، چې له كبله يې لسګونه وسله وال ټپيان شوي هم دي.
د سوماليايي ځواکونو قوماندان محمد احمد هيرسي ويلي، چې د ځينو وسله والو مړي د جګړې په ځاى کې پاتې شوي او ګڼې وسلې يې هم له منځه وړل شوې دي.
بايد ياده شي، چې په ۲۰۱۱ کال كې د کينيا سرحد ته نږدې د الشباب ډلې له خوا د لسګونو سيلانيانو تر تښتولو وروسته کينيا هم د سوماليا جګړې ته ور ودانګل.


