ads

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لومړی پړاو کابل کې پيلېږي

د برښنايي پيژندپاڼو د وېش مسولين وايي، د پېژندپاڼو د وېش لومړنی پړاو به په کابل کې پيلېږي او په دې پړاو کې به ۵۰۰ زرو کسانو ته تذکرې ورکوي.

نویسنده: sarwan
9 وری 1396
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لومړی پړاو کابل کې پيلېږي

د برښنايي پيژندپاڼو د وېش مسولين وايي، د پېژندپاڼو د وېش لومړنی پړاو به په کابل کې پيلېږي او په دې پړاو کې به ۵۰۰ زرو کسانو ته تذکرې ورکوي.
د مسوولينو په وينا، چې ددې کار لپاره ۳۰ کاري ډلې چې هره ډله يې ۱۳ غړي لري روزل شوي دي.
د برښنايي پېژندپاڼو د وېش رييس همايون محطاط نن په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې د لومړني پړاو د پيل کېدو لپاره يې اساسي چمتوالی نيول شوی او په نږدې اونيو کې به پيل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پېژندپاڼو د وېش لومړنی پړاو د کابل په نهو مرکزونو، لسو وزارتونو، يوه ولايت او په بهر کې د افغانستان په يو سفارت کې پيلېږي.
د محتاط په وينا، په دې پړاو کې ۵۰۰ زرو کسانو ته چې پخوا يې نومونه ليکل شوي او ډېری يې دولتي مامورين دي پېژندپاڼې وېشل کېږي.
نوموړی وايي، دا پړاو يو ازمايښتي دور دی او د جمهوري رياست د مقام د حکم له مخې په راتلونکو ۹۰ ورځو کې به د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شي.
محتاط وايي، په برېښنايي تذکرو کې ۳۶ ځانګړتياوې په ډېټابېس او اته نور معلومات په پېژندپاڼو کې په پام کې نيول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA