جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چې له امنيتي پلوه د فارياب ولايت اوسنى وضعيت د قناعت وړ نه دى.
نوموړي دا خبره تېر مازيګر په ارګ كې د فارياب ولايت له يو شمېر مشرانو او استازو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ولسي جرګې غړي قدرت الله ذکي او سردار محمد رحمان اوغلي په بېلابېلو برخو کې د حکومت له پروګرامونو د ملاتړ ترڅنګ وويل، دوى په دې هدف راغلي، چې د اقتصادي او پراختيايي برنامو په پار جمهور رييس ته د فارياب د خلکو نېکې هيلې او قدردانۍ وړاندې کړي.
جمهور رييس غني د هغوى د خبرو له اورېدو وروسته د فارياب له مشرانو وغوښتل، چې يوه څرګنده ارزونه او اجماع ولري، چې له مخې يې حکومت وکولاى شي په بېلابېلو برخو کې د امنيت د ټينګښت او اقتصادي ودې لپاره بنسټيز کارونه وکړي.
د هغه په خبره، د منځنۍ اسيا هېوادونو سره د ملي يووالي حكومت اقتصادي او سوداګريزو سياستونو ته په پام به د هېواد د شمالي ولايتونو وضعيت مخ په ښه کېدو شي.
د هېواد جمهور رييس زياته كړه، چې د شمالي ولايتونو هر اړخيزه امنيتي ارزونه لري او د اسېب پذيره ولايتونو د امنيت ټينګښت د حکومت د لومړيتوبونو برخه ده.


