امريکا خپلو اتباعو ته تركيې ته د سفر نه كولو سپارښتنه کړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبردارى ورکړى، چې ترکيې ته دې له اړين کار پرته سفر نه کوي.
امريکا دغه خبردارى وروسته له هغې ورکړى، چې په ترکيه کې د ترهګريزو بريدونو وېره زياته او د متحدو ايالتونو ګټو ته په کې ګواښ متوجه شو.