ads

امريکا خپلو اتباعو ته تركيې ته د سفر نه كولو سپارښتنه کړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبردارى ورکړى، چې ترکيې ته دې له اړين کار پرته سفر نه کوي.
امريکا دغه خبردارى وروسته له هغې ورکړى، چې په ترکيه کې د ترهګريزو بريدونو وېره زياته او د متحدو ايالتونو ګټو ته په کې ګواښ متوجه شو.

نویسنده: sarwan
9 وری 1396

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خپلو اتباعو څخه غوښتي، چې د يو څه وخت لپاره دې د ترکيې جنوب ختيځو سيمو ته سفر نه کوي.
ياد وزارت په ورته وخت کې په استانبول کې د خپلې كونسلګرۍ د ډيپلوماټانو د کورنيو هغه غوښتنه نه ده منلې، چې په کې له ترکيې د وتلو يادونه شوې وه.
په ترکيه کې تېر کال تر ناکامې کودتا وروسته د دغه هېواد چارواکو زرګونه کسان د شک په توګه نيولي او زندانونو ته يې لېږلي دي.
همدا راز په دې وروستيو کې د ترکيې په يو شمېر سيمو کې امنيتي ګواښونه زيات شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA