ads

کاپیسا کې د نوري فایبر شبکه نن پرانیستل شوه

د کاپیسا په مرکز کې د یادې شبکې د پرانیستلو پر مهال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سپرست انجنیر احمد شاه سعادت، په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازو، ولایتي شورا او د ولایت د بېلابېلو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.

نویسنده: sarwan
8 وری 1396

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سپرست په وینا نوري فایبر سیستم د نورو شبکو په پرتله هم ارزانه او هم په معیار پوره اسانتیاوې لري او دوی کوښښ کوي، چې یاده شبکه د کاپیسا ولسوالیو او کورونو په کچه هم پیل کړي.
د سعادت په وینا دوی غواړي، چې د نوري فایبر له لارې په راتلونکي کې ډېر عواید د سیمې له یو شمېر هېوادونو تر لاسه کړي.
نوموړی زیاتوي دوی اوسمهال یو پلان جوړ کړی کومې پیسې چې د مخابراتو د لارې لس سلنه جمع کېږي هغه به نېغ په نېغه ماليې وزارت ته استول کېږي او د هر ډول درغلۍ مخه به هم ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې سلام په کاپیسا کې یواځینۍ مخابراتی شبکه ده، چې شپې مهال هم فعالیت کوي خو تېر کال په نوموړي ولایت کې د حکومت وسله والو مخالفینو له خوا په خپلو سیمو کې د یادې شبکې په سيمکارتونو باندې بندیز لګېدلی دی او په نا امنو سیمو کې د ورځې له خوا څوک ترې کار نه شي اخیستلای.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA