ads

پاکستاني ځواکونو د ننګرهار په ګڼو ولسواليو ۳۰ توغندي توغولي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې لوري پر افغان خاوره ۳۰ توغندي را توغول شوي دي.

نویسنده: sarwan
8 وری 1396
پاکستاني ځواکونو د ننګرهار په ګڼو ولسواليو  ۳۰ توغندي توغولي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې لوري پر افغان خاوره ۳۰ توغندي را توغول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د ننګرهار په مومندرې، نازیانو او د لعل پورې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو د پاکستانیو ځواکونو له لوري شاوخوا ۳۰ توغندي را توغول شوي دي.
نوموړی وایي، په یادو بریدونو کې چاته د سر او مال زیان نه دی اوښتی خو خلک یې له سیمو کډه کېدو ته اړ کړي دي.
پاکستان دا لومړی ځل نه دی چې د ‌ډیورنډ کرښې له هغې غاړې توغندي راتوغوي بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په ختیځ کې وخت ناوخت توغندي را توغوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA