د كور او ښار جوړونې وزارت مسوولين وايي، چې په كابل ښار كې د سردار محمد داود خان روغتون د بيارغونې چارې به تر راتلونكې جمعې ورځې بشپړې شي.
د دغه وزارت وياندې نيلوفر لنګر كليد ته وويل، د جمهور رييس د امر له مخې د كور او ښار جوړونې وزارت د ياد روغتون د بيارغونې چارې پر غاړه اخيستي، چې تراوسه يې له ۹۰ فيصده زيات كار بشپړ شوى دى.
د نوموړې په خبره، د دغه وزارت انجنيرانو د سردار محمد داود خان روغتون هغه برخې هم ورغولې، چې د وسله والو تر بريد مخكې ويجاړې شوې وې.
هغې زياته كړه، چې د دې روغتون د بيارغونې لګښت د ملي يووالي حكومت له لوري وركول كېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې د داعش وسله والو يوې پنځه كسيزې ډلې پر سردار محمد داود خان روغتون بريد وكړ، چې له امنيتي ځواكونو سره يې د اووه ساعته جګړې په ترڅ كې د دغه روغتون ځينې برخې ويجاړې كړې.
د ملي دفاع وزارت په وينا، په دې پېښه كې ۵۰ تنه ووژل شول او له ۳۰ زيات نور ټپيان شول، خو ځينو سرچينو د وژل شويو او ټپيانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ تنه ياد كړ.


