د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت په هلو ځلو د وسله والو طالبانو ۱۸ کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یو ځای او خپله وسله یې پر ځمکه کېښوده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې ملي امنیت د منسوبینو په هلو ځلو د وسله والو طالبانو یوه ۱۸ کسیزه وسله واله ډله چې له دې وړاندې یې په ګڼو ترهګریزو پېښو کې لاس درلوده د سولې له پروسې سره یو ځای او خپله وسله یې پر ځمکه کېښوده.
نوموړی وایي، دغو کسانو له ځان سره یو شمېر وسله هم افغان ځواکونو ته وسپارله.
د والي ویاند زیاتوي، چې له سولې شورا سره یو ځای شویو وسله والو له دې وړاندې په اچین، هسکه مېنه، مومندره او بټي کوټ ولسوالیو کې په ګڼو پېښو کې لاس درلوده.
په همدې حال کې بیا د سولې شورا سره یو ځای شوي وسله وال وایي، چې له دې وړاندې په غلطه و او اوس یې سمه لاره موندلې ده.
دوی وایي، دپاکستان استخباراتي ادارې به ورته هر ډول امکانات ورکول او په افغانستان کې یې ورانکارۍ ته هڅول.
وسله والو طالبانو تر اوسه له سولې شورا سره د خپلو ملګرو د یو ځای کېدو په اړه څه نه دي ویلي.


