ads

لغمان کې د قرغيو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه يې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قومندان وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

نویسنده: sarwan
8 وری 1396
لغمان کې د قرغيو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه يې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قومندان وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې تېره شپه د قرغیو ولسوالۍ د چهارباغ د شر شرې په سیمه کې افغان کومانډو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې د وسله والو طالبانو یو مشهور قومندان او د یادې ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال روح الله وژل شوی او د هغه درې نور ملګري ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA