ads

غزني کې د ۲ پاکستانيانو په ګډون ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي د غزني ولايت په ګيلان او اندړو ولسواليو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د بېلابېلو امنيتي پېښو او وسله والو نښتو په پايله کې د دوه پاکستانيانو په ګډون ۱۳ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
8 وری 1396
غزني کې د ۲ پاکستانيانو په ګډون ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
QALAT, Afghanistan- An artilleryman from the Afghan National Army's 205th Corps fires a round from a D-30 artillery piece during an indirect fire support mission.The D-30 is part of a three-gun battery at Forward Operating Base Wolverine in Zabul provinnce. (U.S. Army photo by Sergeant 1st Class David Trice) (RELEASED)

امنيتي چارواکي د غزني ولايت په ګيلان او اندړو ولسواليو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د بېلابېلو امنيتي پېښو او وسله والو نښتو په پايله کې د دوه پاکستانيانو په ګډون ۱۳ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
په غزني کې مېشت د ملي اردو د درېيمې لېوا وياند محمد حنيف رضايي کليد ته وويل، چې تېره ورځ شاوخواپنځه نيمې بجې د دې ولايت د ګيلان ولسوالۍ په کمال الدين سيمه کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې ۴ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۳ تنه يې ټپيان شوي دي.
د رضايي په وينا، په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
دغه راز د يو بل خبر له مخې غزني کې د ملي اردو وياند وايي، تېره ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ په غټان سيمه کې هم د وسله والو طالبانو پر يوې ناستې د ملي اردو ځواکونو د توپچي بريد په پايله کې د دوه پاکستانيانو په ګډون ۴ وسله وال وژل شوي او ۲ نور يې ټپيان شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو هم تر اوسه د دغو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA