د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د ملي اردو درې تنه منسوبين په اشد مجازات يا اعدام محکوم شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري نن د قراردادونو، تدارکاتو او امنيتي وضيعت په اړه غونډې ته په وينا کې وويل، چې دغه درې تنه د بې ګناه کسانو په وژلو تورن وو.
نوموړي ددغو کسانو په هکله ډېر جزيات ور نه کړل خو زياته يې کړه، چې ياد کسان د محکمې د پرېکړې پر اساس په اعدام محکوم شوي دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت وياند وويل، تېره اونۍ د وسلهوالو مخالفينو پر پټنځايونو ۷ شپني عمليات ترسره شوي دي، چې له کبله يې ۳۲۰ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۷۸ ټپيان او څلور تنه نيول شوي دي.
هغه زياته کړه په وژل شويو کې ۳۳ داعش جنګيالي او ۷ د ازبکستان د اسلامي تحريک غړي شامل دي.


