ads

د ترکيې پوځي چارواکي: ۵۷ کردي وسله والو مو په تېره يوه اونۍ کې وژلي

ترکي پوځي چارواکو د عملياتو په مهال د ۵۷ کردي وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
تركي چارواکو ويلي، چې ياد کردي وسله وال له تېرې يوې اونۍ راهيسې نښتو کې وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
8 وری 1396
د ترکيې پوځي چارواکي: ۵۷ کردي وسله والو مو په تېره يوه اونۍ کې وژلي
Turkish army soldiers stand guard as Kurdish people wait in a hope to enter Cizre, a town subject to a curfew as part of a controversial operation against Kurdish rebels, on March 22, 2016 in Mardin, for Newroz celebration. Nowruz, the Farsi-language word for 'New Year', is an ancient Persian festival, celebrated on the first day of spring, March 21, in Central Asian republics, Iraq, Turkey, Afghanistan and Iran. / AFP / ILYAS AKENGIN (Photo credit should read ILYAS AKENGIN/AFP/Getty Images)

ترکي پوځي چارواکو د عملياتو په مهال د ۵۷ کردي وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
تركي چارواکو ويلي، چې ياد کردي وسله وال له تېرې يوې اونۍ راهيسې نښتو کې وژل شوي دي.
د ترکيې امنيتي ځواکونو له غير قانوني کډوالو سره د مرستې په تور ۵۵۱ تنه او دغه راز يې۱۵۷۰ غير قانوني کډوال هم نيولي دي.
ترکيه تور پورې کوي، چې د غير قانوني کډوالو په منځ کې کردي ملېشې هم موجودې وي، چې د خپل امنيت لپاره يې يو ستر ګواښ ګڼي.
ترکيې پر کردي وسله والې ډلې پي کې کې له تېرو دوو کلونو راهيسې عمليات سخت کړي، چې په نتيجه کې يې ګڼ شمېر کردي وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
همدارنګه کردي وسله والو د استانبول په ګډون په يو شمېر ښارونو کې خونړي بريدونه ترسره کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA