ads

جمهور رييس غني د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره د اسلامي هېوادونو پر همغږۍ ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چې اسلامي هېوادونه بايد د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره همغږي ولري.
نوموړي دا خبره تېر ماښام د سعودي عربستان د سلطنتي کورنۍ غړي او ستر پانګه وال وليد بن طلال سره د ليدنې په مهال وكړه.

نویسنده: sarwan
8 وری 1396

په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د پانګونې او سوداګرۍ برخه کې د افغانستان د ظرفيتونو او همدارنګه د زېربنايي پروژو په اړه خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې د جمهور رييس غني له قوله راغلي، اسلامي هېوادونه له هغې تاريخي او تمدني مخينې سره چې لري يې، بايد د تروريستانو په پټنځايونو بدل نه شي.
هغه په دې ليدنه كې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په ټينګولو او له افغانستان سره د سعودي عربستان د مرستو او همکاريو په جلبولو کې د وليد بن طلال د کوښښونو د قدردانۍ په هدف نوموړي ته د غازي امير امان الله خان عالي دولتي نښان ورکړ.
د سعودي عربستان د سلطنتي کورنۍ ياد غړي وويل، ده چې له معتبرو کمپنيو سره خبرې کړي، هغوى د پانګونې لپاره د افغانستان شرايط مساعد بولي او همدارنګه يې د افغانستان د ماليې وزير سره، چې د پانګونې په اړه کومې خبرې کړي، هغه تعقيبوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA