د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې ترېنه د پاسپورټ او د پاکستان ويزې په تر لاسه کولو کې د پيسو غوښتنه کېږي او امنيتي چارواکي يې هېڅ مخه نه نيسي.
جلال اباد ښار ته د ننګرهار له ګڼو ولسواليو څخه راغلي يو شمېر خلکو کليد ته وويل، چې له پيله د امنيې قومندانۍ له لوري ورته په اونيو اونيو پاسپورټ نه ورکول کېږي او چې کله يې ترلاسه کړي بيا نو د پاکستان په قونسلګرۍ کې ترې د پيسو غوښتنه کېږي او د دوی قانوني کارونه يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
دوی وايي، د پوليسو په مخ کې ترې د ويزې ترلاسه کولو په سر د پيسو غوښتنه کېږي، خو هغوی يې مخه نه نيسي.
دغه ډله خلک په يو خوله وايي، چې له کمېشنکارانو سره مستقما پوليس لاره لري او نه غواړي چې قانون پرې پلی کړي.
خو د ننګرهار امنيتي چارواکي که څه هم د خلکو ستونزه مني، خو دا هم نه ردوي چې پوليس به له چا پيسې نه اخلي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد سره په خبرو کې وويل، چې دوی په ځلونه په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ له مسوولينو سره ياده ستونزه شريکه کړې، خو تر اوسه يې په اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.
هغه زياتوي، په همدې موخه يې د يادې قونسلګرۍ امنيت لپاره هم هڅې چټکې کړي ترڅو کومه پېښه ترسره نه شي.
په ننګرهار کې خلک د پاکستان په قونسلګرۍ کې د ويزو ترلاسه کولو په سر د فساد تورونه په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې والي ګلاب منګل هم له دغې سيمې د ليدنې پر مهال يو شمېر کمېشنکاران نيولي وو.


