د ننګرهار د اچين ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، پوليس ورنه د سوخت د لرګيو په انتقال کې لسګونه زره روپۍ غواړي او که ور يې نه کړي له جدي برخورد سره يې مخامخ کېږي.
د اچين ولسوالۍ د عبدالخېلو د سيمې يو شمېر اوسېدونکو کليد ته وويل، چې له غره څخه د سوخت لرګي ښار ته راوړي او په لاره کې ترېنه د هرې پوستې ساتونکي په زرګونه افغانۍ غواړي.
دوی وايي، که چېرته پوليسو ته پيسې ورنه کړي نو بار موټر يې نه راپرېښودل کېږي او له دوی سره هم تند چلند ترسره کوي.
خو د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليس يې د هرې هغې کړنې مخنيوی کوي، چې هغه غير قانوني وي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد سره په خبرو کې وويل، که چېرته څوک کره اسناد په لاس ولري، چې پوليس ترينه پيسې اخلي نو له دوی سره دې شريک کړي ترڅو يې په اړه قانوني کړنې ترسره کړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د ننګرهار په ملي پوليسو دې دا تور وي، ګواکې دوی له موټر چلوونکو پيسې اخلي بلکې په وار وار دغه ډول ستونزې اورېدونکو شريکې کړي خو چارواکي بيا تل خپل ځانونه پاک ښيي.


